کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د څلور ورځو په تېرېدو سره لا هم نه دي توانېدلي، چې د خپلو کورنیو د غړو جسدونه ومومي.
د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ په فلول سیمه کې زیاتره کورنیو خپل د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي.
په دغه ولایت کې زیانمنې کورنۍ له ځنډ پرته د مرستو د ورسولو غوښتنه کوي.
دوی ویلي چې سرپناه، خوراکي توکي او صحي د څښاک اوبه نه لري او په ستونزمن حالت کې ژوند کوي.
له دې سره هم مهاله د بغلان سیمه ییز مسوولان وايي، د مرستو منظم رسونې په موخه د سرپرست حکومت ارزونې سربېره د نورو مرستندویه بنسټونو له لوري هم د ارزونې بهیر روان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/