معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سېلابونو په ننګرهار کې درې تنه ماشومان مړه کړي

سېلابونو په ننګرهار کې درې تنه ماشومان مړه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۶ نېټه):
د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو خلکو ته د ګڼ مالي زیانونو ترڅنګ ځاني زیان هم اړولی دی.
د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې تېره شپه سختو سیلابونو درې تنه ماشومان مړه کړي او دوه تنه نور ورک دي.
چارواکو زیاته کړې، چې په دې ولسوالۍ کې سیلابونو د خلکو کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه اړولي دي او دغه راز یو شمېر کورونه یې هم نړولي دي.
د سیمې اوسېدونکو له حکومت څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې حکومت او نور بنسټونه دې ژر تر ژره له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس