کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په شمالي وزیرستان کې د وسلوال کمین له امله د پاکستاني پوځ ۲۷ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د مسوولینو په وینا پېښه کې شپږ پوځیان ځای پرځای وژل شوي او ۲۱ نور مرګونې ژوبل دي.
د چارواکو په خبره وژل شویو کې یو افسر هم شامل دی.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو تر دې وړاندې دغه ډول بریدونه د پاکستاني طـ ـالبانو تحـ ـریک له لوري ترسره شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/