معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شهباز شریف د عمران خان د خوشې کولو پر پرېکړې سختې نیوکې کړي

شهباز شریف د عمران خان د خوشې کولو پر پرېکړې سختې نیوکې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران د خوشې کېدو په غبرګون کې پر سترې محکمې سختې نیوکې کړې دي.
د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې، شهباز شریف ځکه پر سترې محکمې نیوکې کړي، چې پرون یې د عمران خان د خوشې کېدو پرېکړه کړې او د هغه نیول کېدل یې غیر قانوني بللي دي.
نوموړي پرون د کابینې غونډې ته ویلي چې د بنګلدېش تر بېلېدو وروسته د مې میاشتې نهمه د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو توره ورځ وه.
د محکمې د پرېکړې پر اساس به تر راتلونکې چهارشنبې پورې عمران خان په هېڅ ډول قضیه کې نه بندي کیږي.
عمران خان د تېرې سه‌ شنبې په ورځ اسلام‌آباد کې امنیتي ځواکونو ونیو، خو د عمران خان پلویانو په پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل چې په پایله کې یې یو شمېر پوځي تاسیسات هم ویجاړ شول.
شهباز شریف همدا راز د عمران خان د ګوند د ټولو هغو پلویانو د نیولو امر کړی، چې تېرو ورځو کې یې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه ترسره کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس