کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د چين ولسمشر شي جين پېنګ د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلېفونې خبرې کړي.
شي جين پېنګ په دغه ټلیفوني خبرو کې هيله ښودلې، چې دواړه خواوې د نوي مبدا پر وړاندې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
نوموړي ویلي، چين او امريکا دواړه ستر هېوادونه دي او د خپلو هیلو د پوره کولو او د خلکو د لا ښه ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دي.
شي جين پېنګ زیاته کړې، چين او امريکا بايد يو د بل کليدي ګټو او مهمو پاملرنو ته درناوی وکړي او د مسلو د حل لپاره دې مناسبې لارې چارې پيدا کړي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امريکا او چين بايد دايمي دوستي وساتي او د نړيوالې سولې د خونديتوب لپاره په ګډه کار وکړي.
دواړو ولسمشرانو د اوکراين کړکېچ او د فلسطين او اسراییلو ترمنځ د شخړو په شمول د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه د نظريو تبادلې هم کړې دي.
د امریکایي رسنیو په وینا چیني مشر ښایي د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/