معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو د ډېرښت هڅې پیل کړي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوالو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو د ډېرښت هڅې پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه په استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاد وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي کابل کې د دوو جلا ناستو پرمهال د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف او د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا سره کتلي.

د خبرپاڼې له مخې لومړۍ ناسته کې سرپرست وزیر د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتونبایوا سره د افغانستان د صنعتي انکشاف، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د آنلاین سوداګرۍ مرکزونو د پرانیستنې، د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزو او د پانګونې د هڅولو په اړه خبرې کړي.

مېرمن اوتونبایوا د افغانستان د پانګونې د وروستي کنفرانس بریا وستایله او وړاندیز یې وکړ، چې دا ډول کنفرانسونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم ترسره شي.

بل لور دوهمه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

په دې ناسته کې د سوداګریزو توکو د صادراتي لېست شریکولو، د تولیداتو او محصولاتو د نندارتونونو د جوړولو، د لاجوردو لارې د فعال ساتلو او په افغانستان کې د آذربایجاني پانګوالو د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی.

د خبرپاڼې له مخې دغه ناسته کې دواړو لوریو د اقتصادي همکارۍ د لا پراختیا لپاره د څلور کسیز ګډ ټیم پر جوړولو هوکړه کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس