کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې يو شمېر صنعت کارانو ويلي، چې له پاکستان څخه په زوره د راشړل شویو کډوالو څخه يې ۴۰ زره تنو ته د کار زمينه برابروي.
دوی تېره ورځ په يوه ګډه ناسته کې ویلي، چې د دوی لپاره به په ۴ زره شرکتونو کې د کار زمينه برابره کړي.
دوی دغه راز له حکومته هم غوښتي، چې د دغو کډوالو له ظرفيتونو دې ګټه واخلي.
صنعت کارانو له پاکستانه هم غوښتي، چې افغان کډوالو سره له انساني چلنده کار واخلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/