معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عباس ستانکزي د وارداتي برېښنا په اړه له ازبکستاني لوري سره ټلفوني خبرې کړي

عباس ستانکزي د وارداتي برېښنا په اړه له ازبکستاني لوري سره ټلفوني خبرې کړي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په لېږد کې د ستونزو په اړه ټليفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ازبک لوري غوښتي چې د وارداتي برېښنا کچه هغې اندازې ته ورسوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې وار د مخه هوکړه شوې ده.
د دوی په خبره عصمت الله ایرګاشوف هم ياده ستونزه منلې او زياته کړې یې ده چې په دې تړاو يې د ازبکستان د برېښنا له وزارت سره خبرې کړي او هغوی د يادې ستونزې لامل په ازبکستان کې د سړې هوا په رارسېدو سره د برېښنا کمښت او هم ځينې تخنيکي ستونزې يادې کړي دي.
ایرګاشوف ویلي، چې د دوی د هڅو په پايله کې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه یو څه لوړه شوې ده او هڅه کوي چې افغانستان ته د برېښنا کچه لا زياته شي.
دغه ټیلفوني خبرې په داسې حال کې کیږي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د کابل په ګډون ۱۱ نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ له امله خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس