معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عبـ.ـاس سـ.ـتانکزي د ملګرو ملتونو د استازولۍ له مرستیال سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

عبـ.ـاس سـ.ـتانکزي د ملګرو ملتونو د استازولۍ له مرستیال سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې په بانکي محدوديتونو، د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنيوي په لارو – چارو او د اقلیمي بدلون ترڅنګ پر یو شمېر نورو سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.
ستانکزي ویلي، سرپرست حکومت غواړي نور په افغانستان کې د جنګ پاڼه واړوي، له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري څخه هم ورته هيله لري.
ستانکزي له پوتزل غوښتي، چې د کوکنارو د کښت د بديل په ترويج، د بانکي محدوديتونو په لرې کولو او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې خپلې مرستې ونه سپموي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د نړیوالو همکاریو زمینه برابره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس