کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون مشر شیخ عبدالحکیم شرعي اهل هنودو افغانانو ته ویلي، چې د دوی د ځمکو د غصب موضوع په جدي توګه څېړل کیږي.
د عدلیې وزارت د اهل هنودو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، موقعیت او د ځمکو اندازه دې له دې کمېسیون سره شریکه کړي، څو دغه کمېسیون موضوع ته رسېدنه وکړي.
په دې ناسته کې د اهل هنودو استازو ویلي، چې د دوی ډېری ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د جمهوریت پر مهال اهل هنودو افغانانو د زورواکو له لوري د خپلو ځمکو او جایدادونو له غصب څخه سرونه ټکول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/