معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عربي هېوادونه فلسطین لپاره د ټرمپ د دریځ پر بدیلې طرحې کار کوي

عربي هېوادونه فلسطین لپاره د ټرمپ د دریځ پر بدیلې طرحې کار کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې عربي هېوادونه د سعودي عربستان په مشرۍ د فلسطین په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ پر بدیلې طرحې کار کوي.

د راپور له مخې ټرمپ ویلي، له غزې به ټول فلسطینیان وباسي او په مصر او اردن کې به یې ځای پر ځای کړي.

نوموړي غزه یوه ویجاړه سیمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د بیا رغولو لپاره به اقدامات وکړي.

رویټرز د لسو سرچینو په حواله لیکلي، سعودي عربستان، مصر، اردن او متحده عربي امارات به د روانې زېږدیزې میاشتې په اوږدو کې به په ریاض کې یوه مهمه غونډه جوړه کړي، چې په کې به د ټرمپ د دریځ پر بدیلې طرحې بحث وشي.

د سرچینې په وینا عربي هېوادونه هڅه کوي، چې د فلسطینیانو حقونه خوندي کړي او داسې حل ومومي، چې د سیمې ثبات ته زیان ونه رسوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس