معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / علي آباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات ترسره شول

علي آباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات ترسره شول

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په علي آباد روغتون کې د لومړي ځل لپاره د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات تر سره شول.

په دغه روغتون کې د یو ناروغ د سرطان بشپړ او ډاډمن عملیات ترسره شو، چې په نورو هېوادونو کې پرې زیات لګښت راتلو.

د نیک محمد په نوم کس چې د مرۍ سرطان درلود، ورور یې وايي، څو ځله پاکستان ته د درملنې لپاره تللی، خو له زیاتو لګښتو سره – سره یې بیا هم روغتیا ونه مونده، خو اوس یې په یاد روغتون کې په کم لګښت کامیابه او ډاډمن عملیات ترسره شول.

د کابل طبي پوهنتون اړوند د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو مرکز امر ډاکټر عبدالمنان باوري وايي، یاد ناروغ د مرۍ سرطان درلود، چې پرون د علي اږآباد تدریسي روغتون کې د جراحي ټیم له لوري، ډاډمن عملیات ترسره شو او اوسمهال د ناروغ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

نوموړی وايي، اوسمهال د سرطاني ناروغیو جراحي عملیات په کور دننه ترسره کیږي او له هېواده بهر یې تګ ته لپاره اړتیا نشته.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس