کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیور د خبر له مخې عمان کې د افغانستان د سفارت سرپرست حافظ عمر د دغه هېواد د خیریه سازمان له اجراییوي رییس محمد بن حمود بن سعید الذهلي سره کتلي.
په دې کتنه کې حافظ عمر په افغانستان کې د یاد سازمان له لوري د بېلابېلو خیریه پروژو ترسره کولو له امله مننه کړې او د نيمګړو پاتې پروژو د بیا پيل او نويو پروژو د ترسره کولو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې.
بل لور محمد هم له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د تېرو ژمنو د ترسره کولو ترڅنګ يې ویلي، چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/