معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي، چې د خپلو غوښتنو تر منلو مبارزه وکړي

عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي، چې د خپلو غوښتنو تر منلو مبارزه وکړي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پخواني لومړي وزیر خپلو پلویانو ته په پیغام کې ټینګار کړی، چې د خپلو غوښتنو د منلو تر وروستي بال پورې مبارزه وکړي او شاتګ ونه کړي.

د هغه په ​​وینا، تحریک انصاف د خپلو پلویانو په متحد او سوله ییز مقاومت سره د حاکمې مافیا پر وړاندې دریځ نیولی.

د عمران خان د رسمي ټویټر حساب له لارې په خپاره شوي پیغام کې نوموړي خپلو پلویانو ته درناوی وړاندې کړی، چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په سوله ییز ډول ولاړ دي.

هغه د خپل ګوند غړو ته ویلي، تر وروستي بال پورې مبارزه وکړئ، څو چې مو غوښتنې ومنل شي.

عمران خان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې له پاکستانیانو مننه کړې، چې نه یوازې یې د پاکستان لپاره مالي مرسته کړې، بلکې په مېشتو هېوادونو کې یې تاریخي لاریونونه ترسره کړي دي.

اسلام اباد کې د دغو لاریونونو په ترڅ کې یو پولیس افسر وژل شوی او تر ۷۰ ډېر امنیتي پرسونل ټپیان دي.

لاریونوالو د امنیتي ځواکونو سره د تاوتریخوالي په جریان کې دولتي املاکو ته زیان اړولی او د پولیسو پرسونل یې تر برید لاندې راوستي.

د لاریونونو په ترڅ کې ۷۹۵ کسان نیول شوي، چې د مسوولینو په وینا ۱۰۶ تنه یې افغان وګړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس