معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د اوړو یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ

غزني کې د اوړو یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی  ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو  خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د اوړو د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل وکړ.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه کارخونه د ۶ لکه ډالرو په لګښت د یوه ملي سوداګر له لوري جوړه شوې او په ورځني ‌ډول ۱۵۰ ټنه غنم اوړه کوي.

د مسوولینو په خبره، د دغې کارخونې په جوړېدو سره ۱۲۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې دا په غزني کې د اوړو د تولید شپږمه کارخونه ده، چې پر فعالیت پیل کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس