کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزني کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې دلته له تېرو ۳ ورځو راهیسې د شونډو او تالو چاود ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر پیل شوی دی.
د خبر پر بنسټ دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیايي ډلې لخوا کیږي، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول پرې شونډې او تالو ماشومان عملیات کړي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه عملیاتونه په خصوصي سکټور کې له ۱۰ تر ۸۰ زره افغانۍ لګښت لري، خو په غزني کې د یادې روغتیایي ډلې لخوا په وړیا توګه ترسره کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/