معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی او نهه تنه نور ژوبل دي

غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی او نهه تنه نور ژوبل دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
دغه ولایت کې ځایي چارواکو ویلي، یاده پېښه پرون ماښام د اندړو ولسوالۍ اړوند چارديوال سيمه کې شوې، چې له کبله یې درې تنو ژوند بایللی او نهه نور ژوبل دي.
دوی زیاته کړې، چې په مړو او ټپيانو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.
راپورونه وایي، چې د پېښې ټپيان روغتونونو ته وړل شوي، خو د څلورو تنو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی.
د یادونې وړ ده چې له تېرې اونۍ راهيسې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې ترافيکي پېښو ډېرښت موندلی.
موټر چلوونکي د دغو پېښو ډېرښت د لارو خرابوالی او د واورو اورښت ښایي، خو مسوولین بیا ډېری وخت موتر چلوونکي په بې احتیاطۍ تورنوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس