معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د ژغورنې تر نامه لاندې یو خېریه بنسټ پرانیستل شو

غزني کې د ژغورنې تر نامه لاندې یو خېریه بنسټ پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د غزني ښار په الجهاد جامع جومات کې یوه خېریه ټولنه د ژغورني عنوان تر نامه لاندې پرانیستل شو.
د خبر له مخې د ژغورني خېریه بنسټ مسوولینو ویلي، چې د فعالیت موخه یې د هېواد لرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمات رسول، د هېواد په کچه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې معیاري مرکز جوړول او د هېواد په کچه د یتیمو ماشومانو د ښې پالني په موخه د دارالایتام جوړول یې اصلي موخې دي.
د یاد بنسټ پرانیستې مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایل چارو وزارت معین، د چارو لويې ادارې کلتوري او اطلاعاتي ريیس مولوي، د هېواد د هوایي قوواو د تفتیش رییس او ګڼ شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د یادې غونډې ګډونوالو له حکومت، سوداګرو او عام ولس څخه وغوښتل، چې د خلکو د لاس نیوي په موخه دې د یاد خېریه بنسټ تر څنګ ودرلیږي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د هېواد په کچه د بهرني خېریه ټولنو ترڅنګ، سلګونه کورني خېریه ټولنې کار کوي، خو هېوادوال بیا له دغو خېریه ټولنو څخه د بنیادي او اساسي کړنو او فعالیت غوښتوونکي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس