معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې تر زرو ډېر کسان د نړېدلو ودانیو لاندې ایسار پاتې

غزه کې تر زرو ډېر کسان د نړېدلو ودانیو لاندې ایسار پاتې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبرونو له مخې د فلسطین د بېړني خدماتو ادارې ویلي، چې په غزه کې تر زرو ډېر کسان د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې تر نړېدلو ودانیو لاندې ایسار پاتې دي.
د فلسطینیانو د ملکي‌ دفاع ډلې یوې اعلامیه کې ویلي، چې ګڼ شمېر نور د ودانیو له نړېدو ان ۲۴ ساعته وروسته له ویجاړیو ژوندي را ایستل شوي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ويلي، چې اسراییلي ځواکونه باید بشري مرستو لېږد ته اجازه ورکړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې په روغتونونو کې د تېلو زېرمې په ۲۴ ساعتونو کې په خلاصېدو دي او د زرګونو ناروغانو ژوند له خطر سره مخ دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه تازه مرکه کې بیا ویلي، چې د اسراییلو لخوا به د غزې اشغال لویه تېروتنه وي.‌
اسراییلي ځواکونو د غزې تراړه کلابنده کړې او راپورونه وايي، چې تر درنو بمباریو وروسته اوس دوی د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس