معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د اوربند په پلي کېدا سره زرګونه فلسطینیان خپلو مېنو ته ستانه شول

غزه کې د اوربند په پلي کېدا سره زرګونه فلسطینیان خپلو مېنو ته ستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزې کې د اوربند له پلي کېدو سره هممهاله هغه لسګونه زره فلسطینیان خپلو کورونو ته ستانه شول، چې د تېرو ۱۵ میاشتو جګړو پر مهال بې‌ ځایه شوي وو.

د راپورونو له مخې د غزې شاوخوا ټول ۲.۳ میلیونه وګړي په دې ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې له یوه ځل څخه ډېر جبري بې‌ ځایه شوي دي.

فلسطینیانو د غزې سیمې ته له ستنېدو وروسته د خپلو کورنیو هغو غړو او خپلوانو هدیرې ته ولاړل، چې د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي وو.

د جګړې د قربانیانو کورنۍ د خپلې خاورې د بیارغونې او له نویو ستونزو سره د مبارزې لپاره له نړیوالو د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس