کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فلسطین د روغتیايي چارو مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵ نیم زره کسانو ته لوړ شو.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي اشغالګرو په بریدونو کې ۷۰ بې دفاع فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په دغو بریدونو کې تر دا مهاله ۷۹ زرو څخه زیات کسان ژوبل شوي هم دي.
په ورته مهال د روغتیا چارواکو ټینګار کړی، چې د بېړنۍ طبي او ملکي دفاع کارکوونکي د ژغورنې عملیاتو په ترسره کولو کې له ننګونو سره مخ دي؛ ځکه د دوی په وینا ډېری تلفات تر خاورو لاندې شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/