معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې پر یو روغتون د برید له امله سلګونه کسان وژل شوي

غزه کې پر یو روغتون د برید له امله سلګونه کسان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۶ مه نېټه):
حماس ویلي، اسراییلي الوتکو غزه کې پر یو روغتون باندې بمبارد کړی، چې له امله یې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۴ سوو پورې کسان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، ښایي د وژل شویو کسانو په شمېر کې ډېرښت راشي.
د دوی په خبره ګڼ شمېر نور کسان د دې برید له امله ټپیان شوي هم دي.
رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله دغه برید کې د قربانیانو شمېر ۵ سوه تنه ښودلی دی.
یو شمېر نړیوالو رسنیو بیا د ځینو غیر رسمي سرچینو له قوله ویلي، چې دې برید کې له ۸ سوو ډېر کسان وژل شوي دي.
اسراییلي ځواکونو له لسو ورځو راهیسې غزه کې پر ولسي وګړو شدید بمبارد پیل کړی، چې له امله یې تر اوسه زرګونه ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس