معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غور ولایت کې یو خاوند خپله مېرمن په ډزو وژلې

غور ولایت کې یو خاوند خپله مېرمن په ډزو وژلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ د قلعه ګهر په کلي کې یوه ۲۲ کلنه مېرمنه د خپل خاوند له لوري په ډزو وژل شوې ده.
د غور امنيې قوماندانۍ هم دغه پېښه تایید کړې ده. دوی ویلي، چې یاده پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
راپورونه وایي، چې تر پېښې وروسته یاد کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او دمګړۍ ترې پوښتنې_ګروېګنې روانې دي.
که څه هم څه مودې د کورني تاوتریخوالي اړوند دغه ډول پېښو کمښت موندلی و، خو دې وروستیو کې یې بیا ځل د ډېرېدو راپورونه ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس