کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړېدو سره ۲ زره کورنیو ته څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
دغه شبکې د غور ولایت لعل او سر جنګل ولسوالۍ په څلورو کلیو کې د IOM موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې.
په ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو شبکو په جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې دې سره یې د اوبو په برخه کې شته ستونزې حل شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/