کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د فراه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست له لوري د اوبو د ۱۱ کوچنيو بندونو رغينزې چارې پیل شوې.
د راپور پر بنسټ د يادو بندونو د رغنيزو چارو د پرانيستې پر مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، دغه ۱۱ کوچني بندونه د یاد ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې د دغه وزارت له بودیجې څخه د ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کیږي، چې له ډلې یې د ۲ بندونو رغنیزې چارې پیل شوې.
نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې یاد بندونه د باراني اوبو د مهارولو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو په موخه جوړیږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/