کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په فراه ولايت کې د باراني اوبو د زېرمه کولو په موخه ۱۱ چک ډیمونه جوړوي.
د خبر پر بنسټ، د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د انجینرۍ ریاست رییس فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولايت له والي، د کليو، بيارغونې او پراختيا رییس، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس او يو شمېر نورو مسوولینو سره د ليدنې پر مهال ویلي، چې ياد وزارت د فراه ولايت په ۱۱ واړو ولسواليو کې د باراني اوبو د زېرمه کولو په موخه ۱۱ چک ډیمونه جوړوي.
نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې د يادو چک ډيمونو رغنيزې چارې به د دریو میاشتو په موده کې د پنځو مترو په لوړوالي او ۶۰ مترو په اوږدوالي سره بشپړې شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/