معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د برمې څاه ته لوېدلی څلور کلن ماشوم تر ۱۸ ساعته هڅو وروسته وژغورل شو

فراه کې د برمې څاه ته لوېدلی څلور کلن ماشوم تر ۱۸ ساعته هڅو وروسته وژغورل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت د دارآباد کلي ته څېرمه په حاجي ګلو کاریز کې د برمې ژورې څاه ته د محمد په نوم یو څلور کلن ماشوم لوېدلی وو.
د خبر له مخې د دغې ولایت د امنیې قوماندان، د عامې روغتیا ریاست مرستیال، د اطلاعاتو او کلتور رییس، د سرحدونو او قبایلو چارو رییس او یو شمېر نورو چارواکو تر پرلپسې هڅو وروسته وکړای شول، چې تر ۱۸ ساعته ګړندیو هڅو وروسته یاد ماشوم ژوند وژغوري.
د مسوولینو په وینا یاد ماشوم اوس د لا نورې ښې درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د ولایتي روغتون د بېړنۍ څانګې ډاکټرانو د دغه ماشوم روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
دغه ماشوم د برمې څاه په دیرش ۳۰ مترۍ کې بند پاتې و، چې د روغتیایې او تخنیکي ټیمونو له لوري په ډېرې چټکۍ سره را ووېستل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس