معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د درملنې لپاره د معتادینو د راټولولو لړۍ پیل شوه

فراه کې د درملنې لپاره د معتادینو د راټولولو لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په فراه ولایت کې د معتادینو راټولولو لومړی پړاو پيل شو، چې تر دې مهاله ۸۵ معتادین د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته وړل شوي دي.

د خبر پر بنسټ، د فراه ولایت امنيې قوماندانۍ ويلي، په دې بهير کې به له فراه ښار او ټولو ولسوالیو څخه معتادین راټول او د معتادینو د ساتنې او پالنې مرکز ته به یووړل شي.

تر کابل او هرات وروسته فراه د افغانستان درېیم ولایت دی، چې ډېر معتادین په‌کې اوسیږي.

د راپور له مخې په دې ولایتونو کې زرګونه هغه معتادین هم شته، چې له ايران څخه راشړل شوي دي.

د مسوولینو په وینا دوی کې ځينې معتادین خپلو اصلي ولایتونو ته نه دي تللي او همدلته پاته دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس