معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان هم د افغان حکومت د شارژدافیر باورلیک ومانه

قزاقستان هم د افغان حکومت د شارژدافیر باورلیک ومانه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تر چین او متحده عربي اماراتو وروسته قزاقستان هم محمدالرحمن رحماني د افغانستان د شارژدافیر په توګه په رسمي ډول ومانه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په همدې تړاو ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ډيپلوماټیکې استازولۍ مشر دغه باور لیک منلی دی.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې ناسته کې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علی بېک باکایف ویلي، د افغانستان د سفیر په توګه د رحماني منلو څخه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي او بشر پالنې برخه کې د همکاریو پراختیا ده.

علی‌بیک باکایف ویلي، هېواد یې له نړېوالي ټولنې سره د افغانستان اړیکو په برخه د ستونزو د حل هڅه کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس