معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستاني شرکتونو افغانستان کې پر برېښنا باندې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

قزاقستاني شرکتونو افغانستان کې پر برېښنا باندې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي یسین تایف آرمان سره کتلي دي.
د خبر پر بنسټ دغه کتنه کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې شوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کتنه کې په افغانستان کې د قزاقستان سوداګریز استازي د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د قزاقستاني شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا څخه خبر ورکړ او د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبرۍ څخه يې د پانګونې لپاره د زمینې په چمتو کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هېواد کې د انرژۍ سکتور پراختیا د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه نه ده کړې او د بهرنیو پانګوالو له لېوالتیا څخه هم هر کلی کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس