کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سبا او بله ورځ د نږدې ۲۰ هېوادونو استازي د افغانستان په اړه د دوحې په ناسته کې ګډون کوي.
د خبر پر بنسټ د روسیې، چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، امریکا، فرانسې، جرمني او اروپایي ټولنې په ګډون به د اتلسو هېوادونو ځانګړي استازي د دوحې د غونډې ګډونوال وي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ويلي، چې د دغه سازمان سرمنشي به سبا یکشنبه په دغه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ شي.
د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې، چې د ښځو د ستونزو اورېدو په موخه به ښځې هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
په ورته مهال، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشېف هم د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره په لیدنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې پر ناستې خبرې کړي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر دې دمه په دغه غونډه کې د ګډون په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ویلي وو چې د غونډې ایجنډا او موضوعاتو ته په کتو به په کې د ګډون یا نه ګډون پرېکړه وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/