معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوي

قطر له افغانستان سره د ۷۸ زره ډالرو په ارزښت د ژمنیو توکو مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخ قطر کې د افغاني سرې میاشتې رییس او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسوول ډاکتر احمد صلاح ترمنځ د “تود ژمي” په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له مخې د قطر سره میاشت افغانستان لپاره د ۷۸ زره او ۴۲۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د ژمي لپاره اړین توکي پیري او یاد توکي له بېوزلو وګړو سره د مرستې په توګه افغانستان ته رالیږي.
هېواد کې د بې وزلیو ډېرښت او وروستي ناورینونو د رامنځته کېدو له امله د ډېری وګړو ژوند له ستونزو سره مخ شوی، چې د ژمي په رارسېدو سره یې په لوی اکثریت وګړي لومړنیو بشري مرستو ته شدیده اړتیا لري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس