معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

قطر مېشتو افغان سوداګرو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر قطر مېشتو افغان پانګوالو د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره کتنه کې له سرپرست حکومت سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د خبر پر بنسټ دغو سوداګرو ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او غوښتنه یې کړې، چې په افغانستان کې د یووالي ټینګښت، د بنسټونو د رغولو او پر نظام د ټولو افغانانو د راټولولو لپاره دې لا ډېر کار وشي.

په دې کتنه کې سیاسي مرستیال ویلي، افغانستان یو خپلواک، آزاد او ملي حاکمیت لري چې د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.

هغه ویلي، چې په تېرو دریو کلونو کې افغانستان کې د سیاست، اقتصاد او امنیت برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي قطر کې له مېشتو سوداګرو غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد رغولو کې ونډه واخلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس