معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر کې د نړیوال امنیت پنځمې غونډې په درېیمه ورځ د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وشوې

قطر کې د نړیوال امنیت پنځمې غونډې په درېیمه ورځ د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وشوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قطر کې د نړیوال امنیت پنځمې غونډې په درېیمه چې د دغې ناستې وروستۍ ورځ وه، د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په کې خبرې شوي.
راپورونه وایي، چې دغو خبرو کې د ترهګرۍ، پوهنې، د ښځو د حقونو او افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو او یو شمېر نورو مسایلو بحث او خبرې شوي دي.
که څه هم د سرپرست افغان حکومت استازي رسماً دغې غونډې ته نه وو بلل شوي، خو د مخکیني حکومت یو شمېر چارواکو دغه غونډه کې ګډون او ویناوې کړي دي.
د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دې غونډې یو له ویناوالو و، نوموړی په اوسني وضعیت کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان په اوسني حکومت کې باید ټولو خلکو ته ونډه ورکړل شي او ښځو ته د کار، فعالیت او زده کړو اجازه ورکړل شي.
سرپرست افغان حکومت لا تر دې دمه د دغې ناستې پر څرګندونو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس