کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني، په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمیري دیکارلو سره په کتنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې څلورمې غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ دا کتنه د ملګرو ملتونو په دفتر کې شوې او دواړو خواوو د دوحې درېیمې ناستې د پایلو په اړه هم چې څه موده مخکې جوړه شوې وه، خبرې کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبره، د دوحې درېیمې ناستې پاېلې به پر څلورمې غونډې هم اغېز وکړي.
د دوحې څلورمې جوړېدونکې غونډې د نېټې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
تر دې وړاندې د افغان حکومت مرکزي ویاند د دوحې درېیمه ناسته له لاسته راوړنو ډکه بللې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/