معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / لبنان کې لویې امنیتي پېښې سلګونه کسان ژوبل کړل

لبنان کې لویې امنیتي پېښې سلګونه کسان ژوبل کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې  لبنان کې د مخابراتي توکو د چاودنې له امله د حـ زب الله ۹ کسان وژل شوي او د ایران د سفیر په ګډون ۲۷۵۰ کسان نور ټپیان دي.

د لبنان د روغتیا وزیر په وینا پېښه د لبنان په جنوب الضاحیة سیمه کې د مخابراتي توکو د چاودنې له امله شوې، چې په کې نهه تنه وژل شوي هم دي.

په بیروت کې د ایران سفارت هم اعلان وکړ چې په لبنان کې د ایران سفیر، مجتبى أماني، په سطحي ډول ټپي شوی خو روغتیایي حالت یې ښه دی.

بل لور د اسراییلو ۱۲ تلوېزیوني چېنل خبر ورکړی، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنياهو یو جګپوړي سلاکار په یو ټویټ کې اشاره کړې، چې اسراییل په لبنان کې د مخابراتي وسایلو د چاودنو تر شا لاس لري.

رسنیو د اسراییلي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو امنیتي ادارې باور لري چې حـ زب الله د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو د پيلولو پلان لري.

همدارنګه، اسراییل ټوډی د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې په تېرو ساعتونو کې د حـ زب الله سره د جګړې د احتمال په اړه شدیدې امنیتي سلا مشورې روانې دي.

دغو رسنیو ته سرچینو ویلي، چې له حـ زب الله سره د اسراییلو کړکېچ خورا لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس