معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

لغمان کې د ۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر لۀ مخې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د ۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د شېخ صيب له سيمې تر کندې کلي پورې د ۳ کيلو متره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د لغمان والي د دغه سړک د چارو د پیل په مراسمو کې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې په جوړېدو سره به یې لس ګونه کلي او درې له عمومي سړک سره وصل شي.
د ولایتي ادارې پۀ وینا نږدې راتلونکي کې به په دې ولسوالۍ کې نورې بېلابېلې سترې او کوچنۍ پروژې هم پيل کړي، چې ورسره سم به د ولسونو ستونزې راکمې شي.
ځایي خلکو لۀ مسوولینو او چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دوی سیمو ته دې ټولو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ځایي مسوولینو ویلي، چې ياد سړک به د ولسونو په مالي همکارۍ د دوه مياشتو په جريان کې جوړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس