معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ۷ زره ډالرو په ارزښت حېواني کلینک جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

لغمان کې د ۷ زره ډالرو په ارزښت حېواني کلینک جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د علینګار ولسوالۍ اړوند سنګر سیمه کې د ۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د څارویو لپاره یو باب حېواني کلینیک جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبر پر بنسټ، دغه کلینیک د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې DCA موسسې په مالي ملاتړ جوړ شو، چې د کلینیک لپاره یې اړین وسایل او تجهزیات هم ور وسپارل.
یاد کلینیک د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حېواني روغتیا آمر، د علینګار ولسوالۍ د کرنیزو چارو د ترویج مدیر او د هالېنډ کمېټې ولایتي مسوولینو په شتون کې د پټۍ په پریکولو سره کارکوونکو ته په واک کې ورکړل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس