معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ۸۵ لکه افغانیو په ارزښت د حلقوي څاه ګانو د بیا ترمیم چارې پیل شوې

لغمان کې د ۸۵ لکه افغانیو په ارزښت د حلقوي څاه ګانو د بیا ترمیم چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې علینګار ولسوالۍ کې د ۸۵ لکه افغانیو په ارزښت د ۲۹۲ حلقوي څاه ګانو د بیا ترمیم چارې پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمیټې ICRC د دوه میاشتو په موده کې ترسره کیږي، چې په تطبیق سره به یې زرګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
د سیمې اوسیدونکي دغه پروژه په علینګار ولسوالۍ کې یوه حیاتي پروژه بولي او خوښي څرګندوي، چې د دغې پروژې په تطبیق سره به د پاکو اوبو د کمښت ستونزه ختمه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس