کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان چاپېریال ساتنې ریاست د ښکار مخنیوي د هڅو په پایله کې د یاد ولایت په مرکز او ولسواليو کې ۲۵۰۰ الوتونکي مرغان چې د ښکاریانو له لوري نیول شوي وو، طبیعت ته آزاد شول.
ځایي امنیتی مسوولینو ویلي، چې د ښکاریانو ښکاري وسایل یې هم ضبط کړي او د ښکار په موخه جوړې شوې مورچلې او تورکشونه یې ړنګ کړي دي.
مسوولین وایي، ښکاریانو ته یې خبرداری ورکړو، چې راتلونکي کې یاد عمل تکرار کړ، نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله ډېری قیمتي مرغان او الوتونکي له منځه لاړل او یا هم نورو هېوادونو ته مهاجر شول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/