معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې ۵۲ بېلابېل ډوله مرغان د ښکاریانو له منګلو آزاد شول

لغمان کې ۵۲ بېلابېل ډوله مرغان د ښکاریانو له منګلو آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې لغمان کې ۵۲ بېلابېل ډوله الوتونکي مرغان د ښکاریانو له منګولو خوشې او طبیعت ته آزاد کړل شول.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي، د لغمان چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو د وحشي ژوو، ماهیانو او الوتونکو د بې رحمانه ښکار د مخنیوي او د ریاست الوزرا مقام د حکم د پلې کولو په موخه، لغمان کې د ښکار د مخنیوي کمپاین پیل کړی دي.
د خبر پر بنسټ، د دغه کمپاین په ترڅ کې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، کرنې او استخباراتو ریاست د استازو په همغږۍ د مهترلام ښار د الوتونکو د خرڅلاو له مارکېټ څخه څارنه وشوه.
د دې څارنې په پایله کې ۵۲ ډول ډول الوتونکي (باښې، باد خورک او شاهین) مرغان له ځینو اشخاصو او هټیوالو څخه ترلاسه او بېرته طبیعت ته آزاد کړل شول.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس