معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له اسخباراتي ادارو د ملا هبت الله غوښتنه؛ خلک د تېروتنو په کولو مه بندي کوئ

له اسخباراتي ادارو د ملا هبت الله غوښتنه؛ خلک د تېروتنو په کولو مه بندي کوئ

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د طالبانو د تحریک مشر ملا هبت الله اخوند زاده د حکومت له استخباراتي ادارو غوښتي چې خلک دې یوازې د کره شواهدو پر بنسټ ونیسي.
هغه همدا رنګه قضايي محکمو ته د نیول شویو کسانو د سپارلو سپارښتنه کړې او خلکو سره یې د غوره چلند په کولو ټینګار کړی، چې په خبره یې د تېروتنې او شک له مخې د خلکو له نیولو او ځورولو ډډه وکړئ.
ملا هبت الله دا غوښتنې د دوشنبې په ورځ د حکومت د استخباراتو لوی ریاست له یو شمېر مشرانو، د ۳۴ ولایتونو لپاره د استخباراتو له رییسانو او ځینې نورو چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې کړي دي.
په دې اړه د رییس الوزراء عمومي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا هبت الله په دې غونډه کې خپلو استخباراتي چارواکو ته په کلکه دا سپارښتنه هم کړې چې د “خپلسرو ویډیوګانو او تصویرونو مخه ونیسي” ځکه دغه ویډیوګانې د نوموړي په وینا د “نظام بدنامۍ” لپاره کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې استخبارات به خپلې ټولې لارښوونې له مشرتابه څخه تر لاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې خلک شکایتونه کوي، چې د قضايي ادارو او محکمې له شتون سره سره طالبان له ښکاره اسنادو پرته یو شمېر کسان توقیف او د محکمې له حکم پرته شکنجه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس