ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۱۶مه او د اپرېل ۵مه نېټه ده) له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د ۳۲ میلیونه ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه هم نن کابل ته را ورسېده.
د افغانستان بانک وايي، د بشري مرستو له پیل راهیسې دا کابل ته د نغدي مرستو شلمه بسته ده چې دغه نړیوال بانک (AIB) ته ورکول کیږي.
بانک د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې په نورو مالي او بانکي برخو کې له نورې نړۍ سره هم ونښلي.
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له افغانستان بانک سره د مرستو لړۍ؛ ۳۲ میلیونه ډالر نور نغدي مرسته وشوه