معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ايرانه افغانستان ته د باکېفیته درملو پر واردولو خبرې شوي

له ايرانه افغانستان ته د باکېفیته درملو پر واردولو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د دې وزارت سرپرست د ایران د درملو تولید لويو شرکتونو له مسوولینو سره افغانستان ته د باکېفیته درملو د واردولو او د بې‌ کېفیته او تقلبي درملو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ایراني شرکتونو مسوولینو هم په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او د خامو کیمیاوي موادو پر تولید چمتووالی ښودلی دی.

همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د يادو شرکتونو د پروګرامونو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې اوسمهال افغانستان ته د باکېفیته درملو پر وارداتو هېڅ ډول محدودیت او بندیز نشته او له هغوی څخه یې غوښتي، چې راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس