معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ایران او پاکستانه سلګونه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

له ایران او پاکستانه سلګونه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د سلګونو افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پرون ۸۴۱ افغان کډوال له ایرانه په خپله خوښه، یا هم جبري ډول افغانستان ته وېستل شوي دي.

دغه راز د غبرګولي یا جوزا پر ۳۱مه او د چنګاښی یا سرطان پر لومړۍ نېټه بیا له پاکستانه د ۱۱۰ افغان کډوالو د جبري ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

دغه وزارت لیکلي، ځینې اړ کسان د لومړنیو مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوالو ادارو ته وروپېژندل شول.

له پاکستانه د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ روانه ده، چې ورسره ایران هم د افغان کډوالو وېستلو ته شدت ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس