معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بغلان وروسته کندوز کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

له بغلان وروسته کندوز کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندز کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي، چې د دغه ولایت په علي‌ آباد او خان‌ آباد ولسوالیو کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او یو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د علي آباد ولسوالۍ په لاله میدان او د خان آباد ولسوالۍ په سیل برد ملا کریم سیمو کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله ۳۷۰ کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې په قسمي او بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

د ده په وینا دې پېښه کې درې د چرګانو فارمونه، ۶۰۰۰ چرګان، ۱۰۰ وزې، پسونه او ۲۰ غواګانې هم تلف شوي دي.

د یاد ریاست مسوولینو همداراز زیاته کړې، چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي او د نورو زیانونو د مخنیوي هڅې روانې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس