معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بلخ څخه د قره‌ قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي

له بلخ څخه د قره‌ قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تېر کال په پرتله سږ کال له بلخ ولایت څخه د قره قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي.

د دغه ولایت د قره قل ریاست مسوولینو وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۹۲ زره د قره قل پوستکي د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپا ته صادر شوي.

په ورته وخت کې د قره قل خولۍ یو شمېر صنعتکاران له سرپرست حکومت څخه د دې صنعت د ملاتړ غوښتنه کوي.

د قره قل پوستکی د نوي زېږېدلي اوریانو څخه ترلاسه کیږي، چې خولۍ، چامپرونه او نورې جامې ترې جوړیږي.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، د قره قل له صنعتکارانو سره د مرستې لپاره پلانونه په لاس کې لري.

قره قل د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دی، چې د نړۍ په کچه ځانګړی کېفیت او شهرت لري.

دغه صنعت اوسمهال د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ودې په حال کې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس