کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې له دغه ولایت څخه په لومړي ځل ۲۵۰ ټنه کچالو له ځنډ پرته د افغانستان او ازبکستان هېوادونو ګډ بازار ته صادر شول.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د حېرتان سوداګريز بندر له لارې صادرات مخ په زياتېدو دي.
اوس مهال له افغانستان څخه ازبکستان ته د تازه او وچې مېوې سربېره زعفران، شیرین بویه او د بخار دیګونه هم صادریږي.
مسوولینو دا بهیر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره اغېزناک بللی دی.
بل لور د کچالو صادرونکي هم خوښ دي، چې تولیدات یې پرته له پوموګیشن (دوا پاشۍ) څخه اسانۍ باندې صادریږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/