کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې ډاکټرانو له ښوونکو څخه د معاینې فیس نه اخیستو پرېکړه کړې.
دغه ولایت کې د ډاکټرانو د ټولنې رییس عبدالواقف نیازي ويلي، د دغه ولایت د پوهنې له ریاست سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې یې د ښوونکو معاینه وړیا کړه.
د دوی په وینا دا پرېکړه به د ننګرهار په مرکز او ټولو ولسوالیو کې ټولو هغو ښوونکو ته عملي شي، چې د دندې پېژند کارت ولري.
د دوی د دې ګام موخه د ښوونکو درناوی او د هغوی ملاتړ ښودلی دی.
له ننګرهار وړاندې په خوست کې هم ډاکټرانو دغه پرېکړه کړې وه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/