معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له سخت بشري کړکېچ سره د مخ شویو شلو هېوادونو په کتار کې افغانستان درېیم ځای خپل کړ

له سخت بشري کړکېچ سره د مخ شویو شلو هېوادونو په کتار کې افغانستان درېیم ځای خپل کړ

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۴):
د ژغورنې د نړيوالې کمېټې مشر ډيويډ ميلېبنډ ويلي، افغانستان د هغو شلو هېوادونو په کتار کې درېيم راغلی، چې له سخت بشري کړکېچ سره مخ دي. سوماليا په دغه لېست کې لومړی او ایتوپیا بيا دوهم ځای خپل کړی دی.
د ژغورنې نړيوالې کمېټې مشر زیاته کړې، روان کال د نړۍ ۶۵ ميليونه وګړو بشري مرستو ته اړتيا درلوده او د کورنيو بېځايه شويو شمېر سل ميليونو تنو ته رسېدلی و.
نوموړی ویلي، دا شمېرې به راتلونکی کال تر دې لا ډېرې لوړې شي او شاوخوا ۳۴۰ ميليونه کسان به بشري مرستو ته اړتيا ولري.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې افغانستان کې ورځ تر بلې بشري کړکېچ له ډېرښت سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس